د مالیې وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د پالیسۍ مرستیال سلطان محمد زبیر د ایران د بهرنیو چارو وزرات د اقتصادي همغږۍ دفتر له عمومي رئیس محمد رضا نظري او پلاوي سره لیدلي.
دغه کتنه کي د دواړو هیوادونو ترمنځ پر ګمرکي مسايلو، د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر لا پیاوړتیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون د وروستیو هوکړو پر پلي کولو خبرې شوي.
د مالیې وزارت ویلي چې دغه کتنه چې دواړه خواوې د ګډو اقتصادي همکاریو د لا پراختیا په برخه کې د یو لړ مهمو اقداماتو د ترسره کولو په موخه وروستۍ هوکړې ته رسېدلي چې ورسره به ګډې اقتصادي اړیکې لا پراختیا ومومي.