د بغلان د کانونو او پټرولیم رییس باختر آژانس ته وویل، چې د یاده ګچو د استخراج کار د بغلان مرکزي ولسوالۍ د اسفر درې له سیمې څخه یو داخلي شرکت ته سپارل شوی دی.
نوموړي د بغلان د کانونو د لوړ ظرفیت یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې بغلان د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې بډایه کانونه لري. دا مهال په دغه ولایت کې پنځه فعال د ګچو کانونه شتون لري چې د نهرین، بغلان مرکزي، اندراب او پلخمري ولسوالیو کې موقعیت لري او ډېر باکیفیته دي.
د بغلان د کانونو رییس د کانونو قانوني استخراج د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم وباله او له ټولو شرکتونو او خصوصي پانګهوالو یې غوښتنه وکړه، چې د بغلان په کانونو کې پانګونه وکړي.
همداراز، خوشحال چې د قراردادي شرکت استازی دی، د محلي ادارې له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل، د کانونو استخراج کولی شي موږ له اقتصادي وابستګۍ وژغوري او سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.