کابل کې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت او یوناما په مشرۍ د اسلامي امارت اړوند ادارو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو ستونزو په تړوا تخنیکي غونډه ترسره شوه.
مولوی عبدالکبیر دغه غونډه کې له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اېستلو نیوکه کړې او د کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی يې د نه منلو وړ او د دواړو ملتونو ترمنځ د کرکې لامل بللی.
د کډوالو چارو وزارت سرپرست د کډوالو او بې ځايه شويو د ستونزو حل په برخه کې د نړیوالو بنسټونو د مرستو موثریت ته په اشارې بیرته راستنېدونکو سره د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړه.
ورته وخت کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ یا یوناما مرستیال انډریکا راټواټه له افغانانو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
هغه وویل، ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو افغانستان کې بشري مرستو لپاره ١٨٣ میلیون ډالره لګولي دي.
هغه زیاته کړه، د ٢٠٢٣ کال له وروستیو راهیسې له پاکستانه شاوخوا ٨٠٠ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.