د پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې له لوري د بېرته راستنېدونکو د منلو لپاره جوړ شوی معیاري کمپ، نن د دغې ادارې د رییس له خوا په رسمي ډول پرانیستل شو.
یاده اداره په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې په دې کمپ کې ټولې لومړنۍ اسانتیاوې معیاري برابرې شوې دي او اسلامي امارت ژمن دی چې هغو مهاجرینو ته چې په زوره بېرته ستانه شوي، لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
همداراز د دې ادارې د انسجام او همغږۍ رییس ویلي، چې دا کمپ د یوې اوونۍ په موده کې د ۸۰ کارکوونکو او ۳۰۰ مزدورانو په مرسته چمتو شو او نن په رسمي توګه پرانیستل شو.

Share.