د ایران بندر عباس چاودنه کې د افغان سوداګرو اموالو ته هم زیان رسیدلی او کانټینرونو ته یې لاسرسی بند شوی دی.
هغه وایي، لا دقیقه نه ده چې د افغان سوداګرو تاوان څومره دی؟
ایران ویلي، د چاودنې پر مهال دغه بندر کې ۱۳۰ زره کانټینره وو.
دغه چاودنه کې د مړو شمیر ۷۰ تنو، د ټپیانو شمیر ۱۰۷۲ تنو ته رسیدلی چې ۱۲۰ تنه یې روغتونو کې په وخیم حالت کې پراته دي.