د کندز والي ملا محمد خان دعوت د قهوهخانې سړک د اساسي رغونې په موخه د ښاروالۍ، کور او ښارجوړولو ریاست، سپینزر امارتي شرکت او قراردادي شرکت له مسؤولینو سره ناسته وکړه. په دې ناسته کې ټینګار وشو چې دغه سړک باید د ښاري پلان مطابق، په معیاري او اساسي ډول جوړ شي.
د قهوهخانې سړک د رغونې قرارداد له ګلکسي ستونز ساختماني شرکت سره شوی، چې ابتدایي سروې یې بشپړه شوې او د رغونې چارې به ژر پیل شي.