د نشهيي توکو، په ځانګړي ډول د کوکنارو د کرکیلي پر ضد د مبارزې د لړۍ په دوام، د کندز ولایت د امنیې قوماندانۍ مسؤلینو یو بل اقدام کړی دی.
هغوی د عليآباد ولسوالۍ په یو شمېر برخو کې شپږ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده. دا هڅه د نشهيي توکو د کر، تولید او قاچاق پر وړاندې د مبارزې د ملي هڅو یوه برخه ګڼل کېږي.