د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وایي چې په تېرو دوو کلونو کې یې د دشت ارچي ولسوالۍ په لرې پرتو سیمو کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړې کړې دي، چې له امله یې ۴۰۰۰ کورنیو پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی. دا مهال د درې نورو شبکو کار روان دی. د دغه ولایت اوسېدونکي د دولت له دې خدمتونو خوښ دي او د نورو سیمو لپاره یې هم د ورته شبکو غوښتنه کړې ده. راپور زیاتوي، چې تیر کال په ټول کندز کې ۱۴ شبکې جوړې شوي، چې شاوخوا ۱۰ زره کورنۍ ترې ګټه اخلي.

Share.