د کندز امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ ضد مدیریت پولیسو څلور تنه د کندز ښار، امام صاحب او دشت ارچي ولسوالیو کې د غیرقانوني وسلو او نظامي توکو د ساتلو په تور نیولي. له نیول شویو کسانو سره یوه میل کلاشینکوف، یوه تفنګچه، ۱۱ شاجورونه او ګڼ شمېر مرمۍ ترلاسه شوې دي. چارواکي وایي، مظنونین به له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

Share.