د مزارشریف ښار د پروژه اس (S) تفریحي پارک تر ترمیم او بیا رغونې وروسته، د دې ولایت د اوسېدونکو په واک کې ورکړل شو.
مصطفی محمدي، د مزارشریف ښاروالۍ د نشراتو مسؤول، د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د دې پارک د ترمیم کارونه کې د فلزي کټارو نصب، د لمریزې برېښنا لپاره تجهیزات، د ناستې څوکۍ، عصري تشنابونو بیا رغونه، شنهوالی، رنګمالۍ، د زینتي نیالګیو کینول او د اوبو فواره بېرته فعالول شامل وو.
نوموړي زیاته کړه چې اوس دا پارک د خلکو د استفادې لپاره چمتو دی او هغوی ته سپارل شوی.
سرچینه همداراز وویل چې د دې پارک د ترمیم او بیا رغونې لپاره د مزارشریف ښاروالۍ له خوا یو میلیون او ۵۰۰ زره افغانۍ لګول شوي دي.