د‌ کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند دفوټبال فدراسيون او دامام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د یادې ولسوالۍ په کچه د ٧ لوبډلو ترمنځ دقهرمانانو لیګ سیالۍ دیوې میاشتې په دوم د ځوانانو ورزش ته هڅولو او نویو تجربو شریکولو په موخه د فوټبال سيالۍ ترسره شوې چې آسیا ګروپ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د خورشید او آسیا ګروپ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټکل شوي وخت کې له مساوي کېدو وروسته آسیا ګروپ لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د پنالټیانو په ضربو کې ۴-۵ ګولونو توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

Share.