د کندز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د UNOPS دفتر د مالي ملاتړ او د آغا خان موسسې د تخنیکي همکارۍ په مرسته، د دې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ ۵۰۶ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ویشلې ده.

مسوولین وایي، دغه مرستې اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي توکي شامل دي.

ویل شوي چې په وروستیو ورځو کې هم په سلګونو نورو کسانو ته د کندز په کچه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وېشل شوې دي.

Share.