د کندز والي ملا محمد خان دعوت د کورنیو چارو وزارت د ځانګړې قطعې د ولایتي چارو له مرستیال مولوي جانان عزیزي او ورسره پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. دا ناسته چې د امنیتي مسؤلینو په ګډون د کندز د ځانګړې قطعې قوماندان او د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مدیر هم پکې حاضر وو، دواړو خواوو د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره د همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث او نظریات تبادله کړل.
د کندز والي د تلاشي پوستو د جوړولو او د مخدره موادو د تولید سرچینو د پېژندلو ټینګار وکړ او د دې پدیدې د بشپړ مهار لپاره یې د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.