په شمال ختیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې د رواني ناروغیو د درملنې په مرکز کې ۵۰ تنه رواني ناروغان له بشپړې درملنې او روغېدو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د افغاني سرې میاشتې د مسوولینو په وینا، یاد کسان د رواني ناروغیو له امله د درملنې په موخه دغه مرکز ته ورغلي وو او د درملنې له بشپړېدو وروسته بېرته خپلو کورنیو ته ستانه شول.

مسوولین وايي، په یاد مرکز کې رواني ناروغانو ته د اړتیا له مخې طبي درملنه، رواني مشورې او نور روغتیايي خدمات وړاندې کېږي، څو ناروغان وکولای شي خپل عادي ژوند ته بېرته وګرځي.

د ناروغانو کورنیو د درملنې له بهیر څخه د رضایت څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې د رواني ناروغیو د درملنې لپاره د ورته روغتیايي مرکزونو فعالیت د خلکو لپاره مهم دی.

د سرې میاشتې د رواني ناروغیو د درملنې مرکز هڅه کوي چې د رواني ستونزو له امله له رامنځته شویو ننګونو سره مخ کسانو ته روغتیايي او رواني خدمات برابر کړي.

#شمالي_ختیځ #سرې_میاشتې #رواني_ناروغان #روغتیا #درملنه #رواني_روغتیا #افغانستان

Share.