فرانس پرېس خبري سرچینې د بېلابېلو ډیپلوماټیکو سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي، چې غونډه به د بندو دروازو تر شا وي.
دغه غونډه یوه ورځ وروسته له هغې جوړېږي، چې په سوریه کې د بشارالاسد د کورنۍ د نږدې نیمې پېړۍ واکمنۍ ړنګه شوه او واک د تحریر الشام جنګیالیو تر لاسه کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د سوریې پخوانی ولسمشر بشارالاسد او کورنۍ یې په روسیه کې پناه اخیستې ده

Share.