د کندز ښاروالۍ مسوولین وايي چې په وروستیو ورځو کې یې د ښار له بېلابېلو سیمو څخه خورې ورې کثافات راټول کړي او د ښار څخه یې بهر انتقال کړي دي.
د دوی په وینا، د کندز ښار د پاکوالي وضعیت اوس د تېر په پرتله ښه شوی دی.
مسوولین زیاتوي چې د دې وضعیت د ساتلو او لا ښه والي لپاره د ښار اوسېدونکو همکاري ضروري ده. هغوی له خلکو غواړي چې کثافات په ویالو کې ونه غورځوي او خپلې چټلۍ په ټاکل شوو ځایونو کې واچوي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو اونیو کې د ښار ځینې سیمې د کثافاتو د ډېرېدو له ستونزې سره مخ وې، خو اوس د کندز ښاروالۍ وایي چې د دې وضعیت د لا ښه کولو لپاره یې هڅې دوام لري.
