د جوزجان د احصایې او معلوماتو اداره وايي، چې دې ادارې په تېر کال کې ۵۶،۰۷۶ تنو ته برېښنايي تذکرې او ۲۰،۶۲۲ نورو تنو ته کاغذي تذکرې وېشلي دي.
د جوزجان د احصایې او معلوماتو رییس وویل، چې یادې ادارې تېر کال له ۸۳ زرو زیاتو کسانو ته د تذکرې، حیاتي پېښو د ثبت او د اصلاح خدمات وړاندې کړي دي، چې پکې د ولایت مرکز او ولسوالۍ شاملې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال په دغه ولایت کې دوه د تذکرو د وېش مرکزونه فعال دي، چې هره ورځ شاوخوا ۲۵۰ متقاضیانو ته، تر نوې تذکرې وېش سربېره، د وېش وروسته خدمات (د زیږون، واده او تابعیت ثبت) هم وړاندې کوي.