د کندز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي زده‌کړیالانو د سافټویر، هارډویر او نورو تخنیکي پروژو نندارتون جوړ کړ.

په دې نندارتون کې بېلابېل کمپیوټري سیسټمونه،  الکترونیکي وسایل، ویب او موبایل اپلېکېشنونه (کاریالونه) او نور نوښتونه نندارې ته وړاندې شول، چې د پوهنتون استادانو، محصلینو او ګڼ شمېر لیدونکو یې ننداره وکړه.

زده‌کړیالانو د خپلو نوښتونو د لا پرمختګ لپاره د اړوندو ادارو او خصوصي سکټور د ملاتړ غوښتنه وکړه، او د پوهنتون مسؤلینو د ورته پروګرامونو دوام د عملي مهارتونو او نوښت د ودې لپاره مهم وباله.

#کندز_پوهنتون #کمپیوټر_ساینس #نوښت #ټکنالوژي #سافټویر #هارډویر #زده_کړیالان #پروژې #افغانستان

Share.