د بغلان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې اته مخابراتي سایټونه جوړېږي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سایټونه به د مرکزي بغلان په نوروزک او جلوګیر سیمو، یو سایټ په دوشي، دوه سایټونه د تاله و برفک ولسوالۍ په مرکز او دره اشرف، یو په دهنهغوري او دوه نور د ګذرګاهنور ولسوالۍ کې نصب شي.
د بغلان د مخابراتو ریاست زیاتوي، چې دا سایټونه به د لرې پرتو سیمو د مخابراتي پوښښ د پراخېدو او د خلکو د اړیکو د اسانتیا لپاره جوړ شي.