د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی وايي، په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ د کاروونکو شمېر ۱۰ میلیونو ته رسېدلی دی.

د نوموړي په وینا، اوس مهال په هېواد کې شاوخوا ۳۲ میلیونه فعال سیم‌کارتونه شته چې له ډلې یې ۱۷ میلیونه د انټرنېټ کاروونکي دي.

الکوزی وايي، د مخابراتي شبکو د پوښښ له پراختیا سره د هېواد ډېری سیمې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري.

#افغانستان #مخابرات #انټرنېټ #4G #معلوماتي_ټکنالوژي #سیمکارت #مخابراتي_خدمتونه

Share.