د عامه ګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په څو ولایتونو کې د لویو لارو پر سطحه رسوبي مواد پاتې شوي وو، چې د کنر – نورستان، غور – هرات او تخار – بدخشان پر سړکونو یې د خلکو د تګ راتګ لپاره ستونزې رامنځته کړې وې.
نوموړي زیاته کړه چې دغه رسوبي پاتې شوني د یادو ولایتونو د عامه ګټو ریاستونو د ولایتي ټیمونو له خوا پاک شول او ستونزې له منځه یووړل شوې.
همداراز، په پنجشیر ولایت کې د قابضان په سیمه کې یو پل چې د سېلابونو له امله جزوي تخریب شوی و، ترمیم شوی، تر څو د لا زیاتو زیانونو مخه ونیول شي.

Share.