په بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ کې د بارانونو او سېلابونو له امله ستر مالي زیانونه رامنځته شوي دي.
د بدخشان د طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس باختر آژانس ته ویلي چې سېلابونو د دې ولسوالۍ په څو کلیو کې خلکو ته پراخ زیانونه اړولي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، سېلابونه د جرم ولسوالۍ د خرنداب، سنگلاخ، ده‌سنگان او سوچ پایان کلیو ته را بهیدلي دي.
دغه طبیعي پېښه سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، د مېوې بڼونه، د اوبو بندونه، دوه اوبیزې ویالې، درې استوګنیزې ودانۍ او یوه جومات ویجاړ کړي دي.
د بدخشان د طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس ویلي چې تر اوسه د دې ولسوالۍ له لیرې پرتو سیمو او د ولایت له نورو برخو دقیق راپورونه نه دي ترلاسه شوي.
د یادونې وړ ده چې د لا زیاتو څېړنو او د کره شمېرې د راټولولو لپاره د دغه ریاست د مرستې او سروې ډلې ژر تر ژره سیمې ته استول کېږي.

Share.