د کندز ولایت مرستیال مولوي حبیب‌الرحمن صهیب په مشرۍ د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه، چې موخه یې د نوو راستنو شوو مهاجرینو لپاره د مؤقت کمپ جوړول و. په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ښاروالۍ اړوند په څه باندې ۸ جریبه ځمکه کې یو مؤقت کمپ جوړ شي، چې اساسي اسانتیاوې به ولري. مسؤلو ادارو ته د اړینو چارو د پیل او بشپړولو دنده وسپارل شوه، او ټینګار وشو چې چارې باید ژر او په ښه توګه ترسره شي.

Share.