د کندز والي ملا محمد خان دعوت د دشتارچي او کلباد ولسوالیو له ولسي سپینږیرو سره جلاجلا ناستې وکړې. مخورو د ولایت د رغنیزو هڅو ستاینه وکړه او د اوبو د مدیریت په برخه کې یې خپلې غوښتنې وړاندې کړې. والي د دوی غوښتنې واورېدې او اړوندو مسؤولینو ته یې د ستونزو د حل سپارښتنې وکړې، نوموړي ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د خلکو خدمت ته ژمن دی.
