له ۹۰۰ زیاتې افغان مهاجرې کورنۍ له بېلابېلو لارو، د پاکستان او ایران له خوا بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
د مهاجرینو د ستونزو د حل عالي کمېسیون باختر آژانس ته ویلي، چې ۹۳۴ افغان کډوالې کورنۍ، چې ټولټال ۵۱۸۴ کسان کېږي، جبري بېرته راستانه شوي او د تورخم (ننګرهار)، سپین بولدک (کندهار)، اسلام قلعه (هرات)، ابریشم (نیمروز)، انگور اډه (پکتیکا)، بهرامچه (هلمند) او نورو تګلارو له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د دې مهاجرینو لپاره د کمېسیون اړوند کمیټو لازم خدمات برابر کړي دي.
هغه همداراز ویلي چې دغو مهاجرینو ته، تر بایومتریک ثبت او ګوتو نښه اخیستو وروسته، سیمکارتونه او یو اندازه نغدي پیسې ورکړل شوې دي، او هغوی د خپلو مربوطه ولایتونو پر لور د انتقال لپاره هم لازم اقدامات شوي دي.
