د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې نن پنجشنبه د ورښت اټکل کړی.
یاد ریاست یوه خبرپاڼه کې په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست، لوګر، کابل، کاپیسا، پروان، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بامیان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د تېز باران، برښنا، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
خبرپاڼه کې ويل شوي چې بېلا بېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ١٠ تر ٣٠ ملي مترو پورې ووسي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې بارانونو او د سېلابونو راوتو هېوادوالو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
