د کندز ولایت مقام د کارکوونکو او ولسوالیو د مالي او اداري مدیرانو لپاره د کلنيو ارزونو، کاري پلان جوړونې او راپور ليکلو اړوند ښوونیز پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د کارکوونکو چارو ریاست له لوري او د اداري اصلاحاتو دفتر په همکارۍ جوړ شوی و. چارواکو د پروګرام هدف د اداري ظرفیتونو لوړول یاد کړل او له ګډونوالو یې وغوښتل چې له زده کړو اعظمي ګټه واخلي.