د کندز پوهنتون د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د فراغت مراسم ترسره شول چې پکې د اوو پوهنځیو او ۲۶ څانګو ۵۵۰ محصلانو د زده کړو له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د کندز پوهنتون د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د فراغت مراسم د سیمه‌ییزو چارواکو، استادانو، دیني عالمانو او ګڼو مېلمنو په ګډون ترسره شول. په دې مراسمو کې د اوو پوهنځیو او ۲۶ تحصیلي څانګو ۵۵۰ محصلانو د خپلو زده کړو له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د کندز پوهنتون مشرتابه او د کندز ولایت مسئولینو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د هېواد په پرمختګ او خدمت کې د لوستو ځوانانو پر مهم رول ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د خپلې پوهې، وړتیا او مسؤلیت‌پالنې له لارې د افغانستان په ابادۍ او پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.

د مراسمو په پای کې فارغانو ته د فراغت سندونه او ستاینلیکونه ووېشل شول او د هغوی د راتلونکو بریاوو لپاره نېکې هیلې څرګندې شوې.

#کندز_پوهنتون #فراغت #لوړې_زده_کړې #محصلان #کندز #افغانستان #ځوانان #ښوونه_او_روزنه

Share.