د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په مشرۍ د کتابونو د ارزونې کمېټې غونډه ترسره شوه. په غونډه کې یو دیني کتاب و ارزول شو او د حنفي فقهې او د اسلامي امارت له تګلارو سره د مغایرت له امله یې د چاپ، وېش او کارونې د منع کولو پرېکړه وشوه.
د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ګل محمد الیاس په مشرۍ د کتابونو د ارزونې کمېټې غونډه د یاد ریاست په دفتر کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ، ارشاد، حج او اوقاف، امر بالمعروف او نهي عن المنکر او استخباراتو استازو ګډون کړی و.
غونډه کې یو دیني کتاب، چې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې چاپ شوی و، له هر اړخیزې ارزونې وروسته د حنفي فقهې له اصولو او د اسلامي امارت له تګلارو سره په ټکر کې وبلل شو. له همدې امله د دغه کتاب د چاپ، خپرولو، وېش او کارونې د منع کولو پرېکړه وشوه او د موجودو نسخو د راټولولو سپارښتنه هم وشوه.
دغه موضوع د وروستۍ قانوني پرېکړې لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتابونو د ارزونې کمېسیون ته راجع شوه، څو د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې پرې لازم اقدامات ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د امیرالمؤمنین د فرمان له مخې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مشرۍ د کتابونو د ارزونې کمېسیون جوړ شوی، چې موخه یې د هغو کتابونو، مجلو او رسالو ارزونه ده چې له اسلامي اصولو، دیني ارزښتونو او افغاني فرهنګ سره په ټکر کې وي.
#کندز #اطلاعات_او_فرهنګ #د_کتابونو_ارزونه #اسلامي_امارت #فرهنګ #حنفي_فقه #کتاب #افغانستان
