د کندز د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ځمکه د سیمې د اوسېدونکو له لوري د ښوونیز بهیر د ملاتړ او د زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړې د مناسبو شرایطو د برابرولو په موخه یاد ښوونځي ته ورکړل شوې ده.

د پوهنې ریاست مسوولین د ښوونیزو بنسټونو په پیاوړتیا کې د خلکو ونډه مهمه بولي او وايي، د ټولنې ملاتړ کولای شي د زده‌کړې د بهیر په پرمختګ او د ښوونځیو د اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزناک رول ولوبوي.

په همدې حال کې، د کندز د پوهنې رئیس، مولوي لعل جان راشد، د سیمې د اوسېدونکو له دغه اقدام څخه هرکلی کړی او له هغوی یې غوښتي چې د خپلو اولادونو زده‌کړو ته جدي پاملرنه وکړي، هغوی ښوونځیو ته ولېږي او د ښوونیزو بنسټونو په ساتنه، پراختیا او ملاتړ کې فعاله ونډه واخلي.

نوموړي ټینګار کړی چې د زده‌کړو د بهیر ملاتړ د کورنیو او ټولنې ګډ مسوولیت دی او د خلکو همکاري د ښوونیز نظام په پیاوړتیا کې مهمه ونډه لري.

#کندز #پوهنه #زده_کړه #ښوونځی #ښوونیز_بهیر #کلباد

Share.