د افغانستان د سرحداتو، قومونو او قبايلو وزير د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تورخم ته سفر کړی، څو د له پاکستانه د راستانه شويو مهاجرو وضعيت له نږدې وڅېړي.

د تورخم د عامه پوهاوي او معلوماتو کمېټې مسؤول باختر آژانس ته ويلي، چې په دغه پلاوي کې د ماليې وزارت معين، د افغاني سرې میاشتې مرستيال او د اړوندو ادارو يو شمېر نور چارواکي شامل وو.

د سفر موخه د راستانه شويو مهاجرو د ستونزو اورېدل، د هغوی د اوسېدو د ځمکو د وېش بهير چټکول او د خدمتونو د ښه همغږۍ ارزونه وه.

دغه پلاوي د تورخم د عمري کمپ له مسؤول او د کمپ له بېلابېلو کميټو له استازو سره ناسته وکړه او د مهاجرو پر وضعيت يې تفصيلي بحث وکړ.

د سرحداتو، قومونو او قبايلو وزير څرګنده کړه، چې دا پلاوی به د ننګرهار زون په کچه د مهاجرو لپاره د ځمکو د وېش او تنظيم د بهير څارنه کوي، څو دا پروسه منظم، شفاف او له خنډونو پرته پرمخ ولاړه شي.

پلاوي د ښار جوړونې او کور جوړونې ادارې له مسؤولينو وغوښتل، چې د بې‌ځايه شويو کورنيو لپاره د ځمکو د وېش چارې ژر، دقيق او د عدلي اصولو پر بنسټ ترسره کړي، څو د دوی لپاره د استوګنې زمينه او د ژوند لازمې اسانتياوې برابرې شي.

Share.