د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني کندز ته د سفر پر مهال د یاد ولایت له چارواکو او د مخابراتي شرکتونو له مسؤولینو سره وکتل.
په ګډه غونډه کې د مخابراتي خدمتونو وضعیت وارزول شو، ستونزې وڅېړل شوې او ۱۱ داسې سیمې مشخصې شوې چې لا هم له شبکې بېبرخې دي. وزیر شرکتونو ته لارښوونه وکړه چې تر ۳ میاشتو پورې دې هلته سایټونه جوړ کړي.
هغه زیاته کړه، تېر کال د TDF له بودیجې څخه کندز ته ۱۳ سایټونه منظور شوي وو، چې ۱۲ یې بشپړ شوي دي.
مخابراتي شرکتونو ژمنه وکړه چې خپلې شبکې به پراخوي او د خدمت کیفیت به لوړوي.