د کندز ښاروالۍ له لوري په پراخ ډول د عزیزی مارکیټ (چې د څپلیو سراي په نوم هم پېژندل کېږي) د اورلګېدنې د پاتې شونو پاککاري روانه ده. د ښاروالۍ ښاري خدمتونو کارکوونکي د درنو ماشینونو او اړینو وسایلو په وسیله، د اور پېښې پاتې شوني خاورې او سوځېدلي توکي ټولوي.
دا اقدامات د مارکېټ د بیا رغونې لپاره د زمینې برابرولو او د دوکاندارانو او دنورو له احتمالي خطرونو د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.
د کندز ښاروالۍ مسؤلین وايي، دغه بهیر به تر هغه دوام ولري چې چاپېریال ته بشپړ نظم او امنیت بېرته ور وګرځي.
یاد اورلګېدنه تیره اونئ د جمعې په سهار، د ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور پر ۲۶مه، د کندز ښار په یوه له ګڼو بازارونو کې رامنځته شوه او درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.
