د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یو تحصیلي بنسټ په همکارۍ د “د ځوانانو فکري او معنوي ودې” تر نوم لاندې یو روزنیز سمینار جوړ کړی دی.

مسوولینو د دغه سمینار جوړېدل د مطالعې فرهنګ ته د ځوانانو د هڅونې په برخه کې مهم او ارزښتناک وبلل او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د مطالعې له فرهنګ سره لا ډېره مینه وښيي او هڅې وکړي.

بل‌ لور ته، ځوانانو هم دا ډول سمینارونه د کندز ولایت په کچه د فکري او ذهني ودې لپاره اړین وبلل او غوښتنه یې وکړه چې دا ډول پروګرامونه دې دوام ومومي څو د ځوانانو فکري وده نوره هم پیاوړې شي.

Share.