په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په یوې خپره شوې احصايې کې ویلي، چې د دې هېواد ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
یوناما دا شمېرې د دوشنبې په ورځ، د جوزا په ۵مه، په خپل فېسبوکپاڼه خپرې کړي دي. د دې ادارې په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې به ۲۲.۹ میلیونه افغانان د بشري مرستو اړتیا ولري.
همداراز، یوناما وایي چې ۱۴.۸ میلیونه کسان د خوړو د نه خوندیتوب له ستونزې سره مخ دي، او ۴۸ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
یوناما دا هم ویلي چې له درې میلیونه ډېر کسان د ناچاودو مهماتو ته نږدې سیمو کې ژوند کوي، چې ژوند ته یې ګواښ متوجه دی.
یاد دفتر زیاتوي: «دغه شمېرې یوازې شمېرې نه دي. زموږ دا ناتواني چې کافي او پر وخت مالي سرچینې راټولې کړو، د ناورین وړ پایلې به ولري.»
دا مهال د افغانستان لپاره مرستندویه ادارې له سخت مالي کمښت سره مخ دي. ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال لپاره له ۲.۴ میلیاردو ډالرو زیاته مرسته غوښتې، خو تر اوسه یوازې ۱۲ سلنه یې برابر شوي دي.
امریکا چې افغانستان ته یې تر ټولو زیاتې مرستې کولې، د ډونالډ ټرمپ تر واک ته رسېدو وروسته خپلې بهرنۍ مرستې بندې کړې.