په کندز کې د سوالګرو د راټولولو کمېسیون غونډه د والي ملا محمد خان دعوت په مشرۍ ترسره شوه. په ناسته کې د مستحقو سوالګرو د تشخیص، د حرفوي سوالګرو د مخنیوي او د معتادینو د درملنې په اړه بحث وشو. والي د کمېسیون له غړو وغوښتل چې د طرزالعمل له مخې خپلې دندې پر وخت او منظمې ترسره کړي.

Share.