د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سخت باران او سېلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.

د دغه خبرداري له مخې، دا احتمال په بدخشان، تخار، نورستان، کنر، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، پنجشېر، پروان، بغلان، بامیان او میدان وردګو ولایتونو کې شته.

د هوا پېژندنې ریاست د وړاندوینې له مخې، د باران اندازه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۳۰ ملي‌متره پورې وي.

دغه راز، دغه اداره وايي چې د هېواد په جنوبي، لوېديځو او مرکزي ولایتونو کې به له دوړو او خاورو سره یوځای قوي بادونه ووهي چې چټکتیا به یې له ۵۰ څخه تر ۸۵ کیلومتره په ساعت کې وي.

Share.