د عزیزی سرای د سوځېدلو دوکانونو د بیا رغونې او نوي کولو بهیر د ښاروالیو او ښاري جوړښت د اصولو سره سم روان دی.
دغه څرګندونې د کندز والي ملا محمد خان دعوت د عزیزی سرای (چې د څپليو د پلورلو مارکېټ بلل کېږي) له دوکاندارانو سره د لیدنې پر مهال وکړې.
والي له دوکاندارانو سره د خواخوږۍ تر څنګ هغوی ته ډاډ ورکړ چې د دې سرای د بیا رغونې موضوع په جدي توګه تعقیبوي.
بل لور ته، یو شمېر دوکاندارانو د کندز د ولایت د مشرتابه له هڅو مننه وکړه، خو له اوښتو زیانونو یې یادونه وکړه او د اسلامي امارت څخه یې دمرستې غوښتنه یې وکړه.