د سختو بارانونو او ژالې له اورېدو وروسته، د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې وېروونکي سیلابونه راوتلي، چې له امله یې د خاش-جرم سړک ویجاړ شوی او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، دا ویجاړوونکي سیلابونه پرون ماسپښین د دې ولسوالۍ د ده‌پاره، دهنو، بقلک او شهران په کلیو کې راوتلي، چې له امله یې لسګونه استوګنځي، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه ویجاړ کړي او څو څاروي یې هم له منځه وړي دي.

د هغوی په وینا، د خاش-جرم لویه لار چې د دې ولسوالۍ له مهمو لارو څخه ده، هم زیانمنه شوې او د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

دوی له حکومته او خیریه بنسټونو غواړي چې د خاش ولسوالۍ دا سړک ژر تر ژره بېرته پرانیزي او د سیلاب ځپلو خلکو سره لازمې مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د دې ولایت په تګاب او تیشکان ولسوالیو کې هم سختو بارانونو وېروونکي سیلابونه رااېستلي، چې خلکو ته یې ډېر

Share.