د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې پر ایران د اسراييل د بریدونو کلکه غندنه کړې ده.

مجاهد زیاته کړې د دغه هېواد د پوځي قومندانانو او اټومي پوهانو ترور د نړۍوالو حقونو له بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

هغه پر اسراييلي ځواکونو نیوکه کړې چې هلته یې په غزه کې هم خپل تاوتریخوالي او تېري ته دوام ورکړی دی.

ذبیح الله مجاهد له ټولو اړخونو غوښتي چې د سیمې د لا زیاتې بې ثباتۍ د مخنیوي په موخه خپل مسوولیت ترسره کړي.

Share.