په کندز ولایت مقام کې د مرستیال والي مولوي حبیب‌الرحمن صهیب په مشرۍ یوه مهمه غونډه ترسره شوه، چې موخه یې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شوو مهاجرینو ته د استوګنې ځمکو د وېش پروسې شفاف مدیریت او د مستحقو کورنیو کره تثبیت وو.

په دې غونډه کې د کډوالو، استخباراتو، امر بالمعروف او ولسوالیو استازو ګډون کړی و. ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د ۱۵ زرو راستنو شویو کورنیو لپاره به د ځمکو وېش پروسه په شفاف ډول عملي شي.

همداراز، پرېکړه وشوه چې ډېر ژر به د چهاردرې ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو په ښارګوټي کې د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي.

Share.