د لوګر ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد ولایت کې د تېرې شپې د سختو اورښتونو له امله په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د لوګر والي شیخ ضیاالرحمن مدني د سېلابځپلو پوښتنې ته ورغلی او ډاډ ورکړی، چې هر څومره ژر کیږي لاسنیوی به يې وکړي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د دغو سېلابونو له امله زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، سلګونه استوګنیز کورونه، برېښنايي تاسیسات او لویې لارې ویجاړ شوي دي.