د کندز ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ ریاست کارکوونکو د زرغونو سیمو د پراختیا او ساتنې په موخه د ښار اړوند سیمو ترڅنګ د آبادان په دښته کې موجودې ونې او بوټي خړوب کړل.

همداراز، د ښاروالۍ هڅاندو کارکوونکو د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو د خړوبولو چارې په منظم ډول ترسره کړې.

د ښاروالۍ مسئولین له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې د ښار د زرغونتیا، پاکوالي او ښکلا په برخه کې خپله مدني ونډه ادا کړي او د شته زرغونیو د ساتنې لپاره له بې‌پروایي ډډه وکړي.

Share.