د کندز ښاروالۍ د تنظیف او لومړۍ ناحیې کارکوونکي د ښار په کچه نه یوازې د کثافاتو راټولولو چارې پرمخ وړي، بلکې د لښتیو او کانالونو د پاکولو بهیر یې هم دوامداره ساتلی دی. دغه کارکوونکي د ورځې او شپې په اوږدو کې له وقفې پرته د ښار د پاکوالي لپاره هڅې کوي.

خو د یو شمېر ښاریانو ناغېړي، بې‌پروایي او غیرمسؤلانه چلند د دې لامل شوی، چې لښتي او کانالونه بند شي او کثافات په ناسم ډول غورځول شي. دا حالت د تنظیفي کارکوونکو د کار پر بهیر منفي اغېز کړی دی.

ښاروالۍ له ټولو ښاریانو غواړي، چې د ښار د پاک ساتلو او نظم ټینګ ساتلو په موخه له کارکوونکو سره همکاري وکړي او د ښاري اصولو او مقرراتو درناوی وکړي.

Share.