نن د کندوز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د اطلاعاتو آمریت لهلوري د سیمهییزو رسنیو مسوولینو او خبریالانو سره یوه غونډه جوړه شوه چې موخه یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هغه فرمان تشریح و، چې د خېښیو، ودونو، مصیبتونو او همداراز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو او له شریعت سره په ټکر کې رواجونو د مخنیوي په اړه صادر شوی دی.
په دې غونډه کې د ولایت ټولو سیمه ییزو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ګډون کړی و. د ځوانانو چارو آمر قاري صاحب داد محمد منصور د غونډې مشري وکړه او د امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان یې له شرعي، ټولنیز او فرهنګي پلوه تشریح کړ. نوموړي وویل: اسلام د منځلارېتوب دین دی، زموږ ټولنیز محفلونه باید له اسراف، ناروا رواجونو، موسیقۍ او نورو ناسم دودونو پاک وساتل شي، د هغه په وینا دا نه یوازې شرعي فریضه ده بلکې د ولس مادي او معنوي سوکالي پکې نغښتې ده.
په همدې حال کې د اطلاعاتو آمر بریالي همنوا خبرې وکړې د سیمه ییزو رسنیو او خبریالانو له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره تلپاتې همکارۍ وستايلې او غوښتنه یې وکړه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ددغه فرمان د نشر په برخه کې هم کوټلي ګامونه اوچت کړئ څو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.
د اطلاعاتو آمر د رسنیو مسوولینو څخه غوښتنه وکړه چې د عامه پوهاوي لپاره د گردیو مېزونو، راپورونو، مرکو، مستندونو او نورو رسنیزو توکو له لارې د خلکو ذهنونه روښانه کړي.
پای کې ټولو د سیمهییزو رسنیو مسوولینو او خبریالانو ژمنه وکړه چې په یاده برخه کې به فعاله ونډه اخلي او د اسلامي ارزښتونو د ترویج لپاره به خپل رسنیز مسوولیت ادا کوي.