د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ ښاروالۍ وایي، چې د دې ولسوالۍ څلورګونې ناحیې یې له کثافاتو او چاپېریالي ککړتیاوو پاکې کړي دي.
د امام صاحب ښاروالۍ مسوولین وایي، د سړکونو او ښار د ناحیو پاکول یې د یوه پاک او له چاپېریالي ککړتیاوو خلاص ښار د لرلو په موخه ترسره کړي دي. هغوی له نورو اوسېدونکو هم غوښتي، چې د ښاري ژوند فرهنګ وساتي او د چاپېریال په پاک ساتنه کې مرسته وکړي.