د حج او اوقافو وزارت څرګنده کړې، چې د ۱۴۴۷ سپوږمیز لېږدیز کال د عمرې زیارت کوونکو لومړۍ الوتنه د یکشنبې پر ورځ له کابل څخه سعودي عربستان ته تر سره شوه.
د وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې، په الوتکه کې ۸۲ حاجیانو حضور درلود.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکو په دې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې تېر کال ۷۰ زره ،۲۳۳ افغانان د عمرې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لېږل شوي، چې دا یو بېساری شمېر دی.