د امر بالمعروف او نهي‌عن‌المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي وايي، هیڅکله به د منفي تبلیغاتو په وجه د شریعت له تطبیق په شا نه‌شي.

دغه وزارت نن پنجشنبه ویلي چې شیخ محمد خالد حنفي د مرکزي زون له علماوو، مسوولانو او قومي مشرانو سره غونډه کې وویل: «موږ به هیڅکله د منفي تبلیغاتو په وجه د شریعت له تطبیق په شا نه‌شو او له رسول څخه راپاتې مسؤلیت به په خپل ټول توان ادا کړو.»

د هغه په وینا، د ټولو شرعي احکامو او قوانینو بشپړ تطبیق ته زمینه برابره شوې او وخت یې دی چې په دې ګډ مسؤولیت کې علما، قومي مخور او رسنیز فعالان خپل اتحاد لا قوي او په خپلو چارو کې دښمن ته د لاسوهنې اجازه ور نه‌کړي.

د امر بالمعروف وايي، د مخالفینو خوشالولو لپاره هم له ديني احکامو نه‌شي تېرېدی.

نوموړي وویل: «موږ نه په تېر کې د مخالفانو د خوشحالولو لپاره له ديني احکامو تېر شوي یو او نه به په راتلونکي کې له هغو څخه لاس واخلو.»

ده زیاته کړه چې دښمن هڅه کوي ټولنه کې سمتي، قومي او ژبني اختلافونه رامنځته کړي، خو ټول علما، قومي مشران، ځوانان او د رسنیو مسوولان به د دغو ناوړو پدیدو مخه ونیسي.

#امر_بالمعروف #شریعت #شیخ_محمد_خالد_حنفي #افغانستان

Share.