د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه تر ۱.۵ میلیونه ډېر حاجیان د حج د مراسمو د پیل لپاره د مکې مکرمې ښار ته رسېدلي دي او د حج مناسک یې پیل کړي دي. حاجیان د ذی الحجې په اتمه ورځ منا ته رسېدلي او د عرفات د ورځې د ستر رکن لپاره چمتووالی نیسي. ورته مهال د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، سږ کال ۳۰ زره افغان حاجیان په ۹۷ الوتنو کې سعودي عربستان ته لېږدول شوي او ټول په مکه مکرمه کې مېشت دي.

#حج #مکه_مکرمه #سعودي_عربستان #حاجیان #افغانستان #ارشاد_حج_اوقاف #عرفات

Share.