د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې په تېرو ۱۹ ورځو کې له ایران څخه راستنو شویو افغان کډوالو ته د مخابراتي اسانتیاوو برابرولو په موخه ۱۲۰ زره وړیا سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند، عنایت‌الله الکوزی زیاتوي چې دا خدمتونه د هرات ولایت په اسلام‌کلا سرحدي تم ځای کې چمتو شوي، چې له مخې یې ټولو راستنېدونکو ته د بېلابېلو مخابراتي شرکتونو استازیو له خوا ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کېږي.

نوموړی وایي، د مخابراتو ریاست او ځانګړی نظارتي ټیم د سیمکارتونو د وېش بهیر له نږدې څاري، او که کومه ستونزه رامنځته شي، سمدلاسه یې حل ته اقدام کوي.

Share.